هواوې کمپنۍ چې د امریکا د بندیزونو له امله له جدي ستونزو سره مخ ده، اوس له نوي ځیرک موبایل سره خپل شخصي عامل سیسټم چې هارموني او اېس (HarmonyOS) نومول شوی دی، وړاندې کوي. د یادونې ده چې د امریکايي بندیزونو له امله د هواوې کمپنۍ نوي ځیرک موبایلونه د انډرایډ او ګوګل مشهورو کاریالونو د کارولو اجازه نه لري، چې له همدې امله دغې کمپنۍ د ۲۰۱۹ کال په اګسټ کې خپل شخصي عامل سیسټم معرفي کړ. اوس افشا شویو معلوماتو کې ادعا شوې چې هواوې کمپنۍ د ډوېلپرز کنفرانس له لارې خپل هارموني او اېس نوې بڼه معرفي کوي. د یادونې ده چې د ۲۰۱۹ کال په مې میاشت کې امریکا هواوې کمپنۍ تور لېست کې شامل کړه او له دې کمپنۍ سره پر هر ډول راکړه ورکړه باندې يې بندیز ولګاوه. له دغه بندیز څخه وروسته امریکا هواوې کمپنۍ ته لنډمهاله جواز ورکړ او څو ځلې یې د دغه جواز موده وغځوله. اوس دغه موده د اګست په ۱۳مه پای ته رسېدلې او له هغې وروسته امریکا په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.