قزاقستان په افغانستان کې له پنځه زره سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته کړې ده. د قزاقي رسنیو د راپورونو له مخې دغه هېواد له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په لړ کې تازه له هغه پنځه زره کورنیو سره د لومړنیو خوراکي توکو مرستې کړې چې د وروستیو سیلابونو له امله ځپل شوې دي. قزاقستان ویلي چې دوی به له افغانستان سره په بېلو برخو کې خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي. دوی دغه راز له افغانستان سره په بېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.



































