د رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د انرژۍ له رییس او د افغانستان او ایران د اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون له مشر رضا ارداکیان سره تلیفوني خبرې کړې دي. دواړو لورو پوره یو ساعت پر بېلو مسایلو بحثونه کړي دي. دواړو لورو همدا راز د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او د اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون پر راتلونکو کارونو یې بحثونه کړي دي. ایراني لوري ویلي چې دوی له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا غوښتونکي دي او په دې لټه کې دې چې له دغه هېواد سره د انرژۍ په برخه کې هم همکارۍ او اړیکې پراخې کړي.



































