د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې په کابل ولایت کې د مڼو د ۶۴ صفرانرژۍ سړوخونو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغو سړوخونو له ډلې ۳۵ یې د پغمان، ۱۲ سړې خونې د خاک جبار، ۱۲ یې د شکردرې، څلور یې د چهار آسیاب په ولسوالۍ کې او د مڼې یوه صفر انرژۍ سړه خونه د بګرامیو په ولسوالۍ کې جوړ شوي دي. د مڼو دغه صفر انرژۍ سړې خونې هر یوه یې د څه باندې دوه میلیونه او ۶۲۲ زره افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول رغول شوې دي. د دغو سړوخونو د جوړولو لس سلنه لګښت د برخمن شویو بزګرانو او ۹۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکړل شوی دی.
د یادونې ده چې له دغو سړو خونو، هره یوه یې د ۲۵ مټریک ټنه مڼو د ساتنې وړتیا لري.



































