په کابل ښار او ولسوالیو کې نږدې دوه زره جریبه باغونه جوړ شوي دي. د کرنې او اوبو لګولو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي چې په ۱۳۹۹ کال کې یې په کابل ښار او د کابل په بېلو ولسوالیو کې نږدې دوه زره جریبه باغونه احداث کړي دي. د کرنې وزارت وایي په دې باغونو کې میوه لرونکې ونې اېښودل شوې دي چې تر ټولو ډېرې یې د مڼو ونې او انګورو تاکونه دي. کرنې وزارت وایي ددې باغونو یوه برخه متراکمه او یوه برخه غیر متراکمه ده. د معلوماتو له مخې نوي باغونه د باغدارۍ په مدرن سیستم جوړ شوي دي او هڅه کېږي چې له دودیز سیستم د باغونو جوړول و ایستل شي چې له دې سره به یې هم حاصلات ډېر شي او هم په هېواد کې د اقتصادي ودې سبب شي.



































