د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، چې د هوايي دهلېزونو له لارې په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د یادې خونې مرستیال یونس مومند رسنیو ته ویلي چې له کرنتین وروسته پروازونه زیات شوي او د روان لمریز کال له پیله تر اوسه څلور زره ټنه وچې او تازه مېوې بهر ته صادر شوي دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې چې هند او چین له هغو هېوادونو څخه دي چې د هوایي دهلېزونو له لارې ورته ډېر صادرات شوي دي. د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د چارواکو په خبره، له تېر کال څخه تر دې دمه بهر ته ۳ زره او ۵۰۰ ټنه مېوې او بېلابېلو توکي صادر شوي وو. د یادې خونې مسوولین وايي چې په راتلونکو نږدې ورځو کې به څلور سوه ټنه جلغوزي چین ته ولېږل شي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په نړۍ کې د کرونا وبا له خپرېدو سره هممهاله له افغانستانه صادرات هم په ټپه درېدلي وو، خو اوس دا لړۍ بېرته پیل شوې ده.



































