د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال د کندهار ولایت د انارو حاصلات ۱۷۸ زره او ۱۲۵ ټنو ته رسېدل، خو سږکال دا اندازه ۱۹۰ زره ټنو ته پورته شوې، چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښیي. په ورته وخت کې د کندهار ولایت باغ لرونکي په دغه ولایت کې د انارو حاصلاتو پر زیاتوالي خوښ دي خو وایي، د بازار نشتوالي اندېښمن کړي دي. دوی زیاته کړې، حکومت باید د هوایي دهلیز په تړاو کړو ژمنو باندې عمل وکړي. د کندهار ولایت یو تن باغلرونکی محمد الله وایي، حکومت د هوایي دهلیزونو له لارې بهر ته د افغان محصولاتو او مېوو د لېږد خبره کړې وه خو دوی لا هم ورته په تمه دي. په ورته وخت کې نورو باغ لرونکو هم ویلي، که حکومت بهر ته د انارو د لېږد زمینه برابره نه کړي نو د تېر په څېر به یې انار یو ځل بیا د حیواناتو خوراک شي.



































