د کرنې او مالدارۍ وزارت د روان مالي کال له پیله تر دې مهاله په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۲ سوه او نوي کورنۍ باغچې جوړې کړې دي.
دغه کورنۍ باغچې هره یوه یې په یوه بېسوه ځمکه کې د کابل، بغلان، لوګر، پروان، ننګرهار، بلخ او هرات ولایتونو کې ۱۲ سوه او نوي مېرمنو ته جوړې شوې دي.
د دغو باغچو په جوړېدو سره سلګونو مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوې، چې د دوی په ژوند کې یې د پام بدلون راوستی دی. دغه مېرمنې وايي، که د کرنې وزارت په وخت دوی ته اړینې سپارښتنې وکړي، د دوی په حاصلاتو کې به نور زیاتوالی هم راشي. دغه راز په کابل کې ۷۰ مېرمنو ته د مرخېړیو د تولید ۷۰ کڅوړې چمتو او پر دوی وېشل شوې دي.



































