په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ دوه ورځنی کنفرانس پیل شوی دی. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په تازه څرګندونو کې ویلي چې دغه کنفرانس نن پیل شوی دی او له دواړو لورو پنځه سوه کسانو پکې ګډون کړی دی. هغه وایي د کنفرانس موخه دا ده چې د دواړو لورو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې شي او شته خنډونه له منځه یوړل شي. محمد صادق وایي په کنفرانس کې ددواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو او سوداګرو ګډون کړی دی. له پاکستاني اړخ پکې د ولسي جرګې غړو او څو وزیرانو ګډون کړی او ویل کېږي چې له افغان لوري هم یو لوړپوړی پلاوی په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته تللی دی. پاکستان او افغان لوري په ځلونو د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې کړې دي خو پر ژمنو د پاکستان له لوري د عمل نه کولو له امله لا هم په سوداګریزو چارو کې پراخ خنډونه موجود دي.



































