کرنې وزارت وایي چې په کندهار کې د زعفرانو ۱۰ ننداریزې قطعې جوړوي چې هره ننداریزه قطعه یې په یوه جریب ځمکه کې جوړېږي او د هرې ننداریزې قطعې د جوړولو په پار ۵۰۰ کیلوګرامه د زعفرانو پیاز، کیمیاوي سره، تقویتي درمل او یو کرنیزه بسته وېشل شوې ده.
د کندهار د کرنې ریاست وایي، چې کندهار د زعفرانو کرکېلي او تولید له پاره ښه مناسب اقلیم لري او په دغه ولایت کې د زعفرانو کرکېلې د کمیت او کیفیت له پلوه ښه نتیجه ورکړې ده.
په دې وروستیو کلونو کې د کندهار په ځینو سیمو کې د زعفرانو کرکېله ترویج شوې ده. د کندهار د کرنې ریاست هیله لري چې، ډېر ژر په دغه ولایت کې د زعفرانو کرکېله او تولید زیات شي.
د یادونې ده چې هغو مخکښو بزګرانو ته چې ورته د زعفرانو ننداریزې قطعې جوړېږي، د کرنې وزارت د زعفرانو متخصصینو له لورې ورته د زعفرانو کرکېلي، حاصل ټولولو او پروسس په برخه کې عملي او نظري زده کړې هم ورکول کېږي.



































