د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې د جلغوزیو د ځنګلونو تر ارزونې وروسته، په روان کال کې د جلغوزیو د ۳۸سلنې زیاتوالي خبر ورکوي.
د ننګرهار دکرنې ریاست د چارواکو په خبره، د جلغوزیو د ځنګلونو ارزونه ښیې، چې د جلغوزيو سږني حاصلات به ۶۲۷ ټنه وي، چې د تېرکال په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی ښیي. د دوی په خبره، تېرکال د دغه ولایت د جلغوزیو حاصلات ۴۵۵ ټنه وو.
د ننګرهار د کرنې ریاست وایي، چې یاد ولایت څه باندې ۷۰ زره او ۵۹۴ هکټاره د جلغوزې، غوزانو او نورو مېوه لرونکو او بې مېوې طبیعي ځنګلونه لري، چې له دې ډلې ۱۶.۵ سلنه یې د جلغوزې په ونو پوښل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي زیاتوي چې سږکال د دغه ولایت د جلغوزیو حاصلات زیات شوي، چې ورسره به په یاد ولایت کې د جلغوزیو په کاروبار د بوختو کسانو ژوند مثبت بدلون وکړي.



































