پاکستاني سوداګر وایي له افغانستان سره دې د سوداګرۍ په برخه کې ټول شته خنډونه له منځه یوړل شي. د سرحد د سوداګرۍ او صنعت د خونو مسوول شېرباز بېلور وایي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته جدي اړتیا ده. د شېرباز په وینا افغانستان او پاکستان باید وکړی شي چې ان تر مرکزي اسیا او د پاکستان تر سمندري بندرونو پورې د سوداګرۍ او سوداګریزو کاروانونو په لار کې ټول خنډونه له منځه یوسي. دده په خبره په سیمه کې باید سوداګري وغوړېږي او دا د پاکستاني او افغان حکومت جدي اقداماتو ته اړتیا لري. بېلور وایي چې که د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې خنډونه له منځه وړل کېږي نو ددواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ کلنۍ کچه پنځو میلیاردو ډالرو ته رسېدلی شي.



































