د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې روان کال په ټول هېواد کې ۶.۹زره ټنه ناک تولید شوي دي. یاد وزارت وایي چې د دوی د سروې له مخې، په افغانستان کې۲۴۷۳ هکتاره ځمکه باندې د ناکو بوټي کرل شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو پر اساس، تر ټولو زیات ناک په هرات، بدخشان او میدان وردګ ولایتونو کې کرل شوي چې په وینا یې، حاصلات یې هم زیات دي. دغه وزارت ویلي چې روان کال په هرات کې د ناکو په حاصلاتو کې ۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د کرنې د مسوولینو په وینا، په هرات ولایت کې پر ۷۸ هکتاره ځمکه د ناکو بوټي کرل شوي دي. د سرچینې په خبره، د ناکو د تولید له اړخه بدخشان دویمه درجه ولایتونو څخه دی.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویلي چې په یاد ولایت کې پر ۲۷ هکتاره ځمکه د ناکو بوټي کرل شوي چې ټاکل شوې روان کال ورڅخه ۷۰۰ ټنه ناک راټول شي.



































