د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي چې د ۲۳۳جرېبه قوریو په جوړولو سره یې یو میلیون او ۹۶ زره نیالګي تولید کړې دي.
چارواکو ویلي چې یادې قوریې په پنجشېر، دایکنډي، غور، فراه، هرات، بادغیس، کندز، بدخشان، ارزګان، کندهار، هلمند، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، سرپل، فاریاب، جوزجان، سمنګان، پکتیکا، غزني، لوګر، میدان وردګ، او پروان کې جوړې شوې دي.
همدارنګه د دوی په خبره، په روان کال کې ۲۲۲زره د چهارمغز او د جلغوزيو نیالګي د ۴۴۴ هکتاره بڼ لپاره په لغمان ولایت کې تولید شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اقلیمي شرایطو ته په کتو، په ګرمو سیمو کې د مني او پسرلي په موسم کې، خو په یخو سیمو کې بیا یوازې د پسرلي په موسم کې نوي نیالګي اېښودل کېږي.
د کرنې وزارت دغه راز زیاته کړې چې له یادو نیالګيو به د هېواد په ګوټ ګوټ کې لوی او کوچني باغونه جوړ شي.



































