د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دغه ولایت کې د شولو کروندې څه باندې ۷۷۰ هکټاره زیات شوي او د حاصلات کچه یې هم د تېرکال په پرتله ډېر شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په تېر ۱۳۹۸یم کال کې د دغه ولایت په ۱۴ زره او ۴۹۲ هکټاره ځمکه کې شولې کرل شوې وه، چې د حاصلاتو کچه یې ۳۱ زره او ۱۱۹ مټریک ټنه وه، خو سږکال دا کچه۷۷۰ هکټاره زیاته شوې ده.
د ننګرهار د کرنې ریاست وایي، چې د دغه ولایت د شولو کروندې او حاصلات «کرنیز تناوب» ته په کتو هرکال بدلون کوي. د یاد ریاست د چارواکو په خبره، په ننګرهار کې بزګرانو ته د کتار په ډول د شولې ننداریزې قطعې جوړول هم د شولې د محصولاتو په زیاتوالي کې مرسته کړې ده.



































