د ننګرهار د کرنې ریاست وايي چې سږ کال يې د دغه ولايت د هغو غرنيو سيمو اوسېدونکو ته فني وسايل وېشلي چې جلغوزي راټولوي او له همدې امله یې د جلغوزو حاصلات ۳۸ سلنه ډېر شوي دي.
چارواکي وایي، کروندګرو ته يې دا وسايل د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې ورکړي او ټاکل شوې دا لړۍ په راتلونکي کې نورو هغو سيمو ته هم وغځول شي چې پر جلغوزو سربېره پکې چارمغز هم کېږي.
د جلال اباد ښار اړوند فارم هډې سيمه کې سوداګر له ولسواليو جلغوزي راوړي او دلته يې په کاريګرو پاکوي چې مېوه يې مالک او پاتې تش وږی يې همدا کاريګر په مزد کې اخلي.
د جلغوزو کاروباريان وايي چې له چين سره د سوداګرۍ د پراختيا له امله د جلغوزو نرخونه لوړ شوي او دوی ته د پخوا په پرتله ښه عوايد په لاس ورځي.



































