پاکستان وایي غواړي تر راتلونکو کلونو یې افغانستان ته د صادراتو کچه پنځه میلیارده ډالرو ته ورسېږي. د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سلاکار عبدالرزاق داوود وایي چې دوی له افغانستان سره د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو په برخه کې ټول خنډونه لرې کړي دي او ددواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګریزې اړیکې خورا پراخې شي. هغه وایي دمګړی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کلنۍ ګډې سوداګرۍ کچه پنځه میلیاردو ډالرو ته رسېږي، خو پاکستان غواړي چې په راتلونکو درېیو کلونو کې یوازې د پاکستان صادرات افغانستان ته پنځه میلیارده ډالره وي. نوموړي د ويزو او تګ راتګ په برخه کې هم د اسانتیا پر راوستلو ټینګار کړی دی.



































