د میدان وردګو ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکې وایې، چې په دغه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۲۲۱ بېلابېلو پروژو چارې په چټکۍ روانې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې رییس ولید احمد تسل وایي، د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د میدان وردګو ولایت په مرکز او د دغه ولایت په سید اباد، نرخ، چک، بهسود، جغتو، جلریز او دیمرداد ولسوالیو کې د ۲۵۰ میلیونه او ۶۸۹ زره او ۳۶۶ افغانیو په لګښت د ۲۲۱ کرنیزو پروژو چارې روانې دي، چې رغنیزې چارې یې د بشپړېدو په درشل کې دي.
د هغه په خبره، د دغو پروژو ۹۰ سلنه لګښت د کرنې وزارت او لس سلنه لګښت یې د برخمن شویو بڼوالو او بزګرانو له خوا ورکول کیږي.



































