د بادغیس د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، چې د روان کال په ترڅ کې د دغه ولایت په مقر او آب کمري ولسوالیو کې د پستې ۵۲۶ هکټاره نوي بڼونه جوړ شوي دي.
یاد ریاست زیاتوي، چې د دغو بڼونو له ډلې د کرنې ریاست له خوا ۱۲۰ هکټاره او د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا ۴۰۶ هکټاره د پستې نوي بڼونه جوړ او بیارغول شوي دي.
د باغیس د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دغو سیمو د بیارغونې په پار د پستې ۱۷۶ کیلو ګرامه تخم پېرل شوی او په مستقیمه توګه په کیندل شویو غوچوړو کې کرل شوي دي.
د دې ترڅنګ د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه د باغیس په ولایت کې ۵۰ هکټاره د مېوو نوي بڼونه جوړ او د یاد ولایت په آب کمري، مقر، قادس او قلعه نو ولسوالیو کې د مېوې ۳۰ هکټاره زاړه بڼونه بیارغولي دي.



































