د ننګرهار چارواکي وايي چې روان کال د دغه ولایت د نارنجو حاصلات پنځه سلنه زيات شوي دي.
د یاد ولايت د کرنې رياست چارواکي زیاتوي چې د تېرو کلونو په پرتله روان کال په ننګرهار کې د نارنجو حاصلات ښه شوي او پنځه سلنه زياتوالی پکې راغلی دی.
د دوی په خبره، تېر کال په شپږ سوه هکتاره ځمکه کې د نارنجو له باغونو څخه ۳۶۰۰ مټريک ټنه نارنج ترلاسه شوي وو.
د یادونې ده چې نږدې ۴۵ کاله وړاندې د دغه ولايت په ۲۰ زره هکتاره دولتي ځمکه کې د ستروسو باغونه جوړ شوي چې هر کال په کافي اندازه مالټې، نارنج، ليمو او د ستروسو کورنۍ نور توليدات د هېواد بازارونو ته وړاندې کېږي.
د چارواکو په خبره، اوسمهال د ننګرهار په ګڼ شمېر ولسواليو کې په شخصي ځمکو کې هم د سترسو باغونه جوړ شوي او هر کال د پراختيا په حال کې دي.



































