کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د وروستي یو کال په ترڅ کې یې د ننګرهار، لغمان او کونړ په ولایتونو کې د لیمو او مالټې ۱۱۰ جریبه بڼونه جوړ کړي دي.
د یاد وزارت په خبره، دغه بڼونه چې ۲۲ جریبه یې د مالټې او ۸۸ جریبه یې د لیمو بڼونه دي، د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له خوا د پنځه میلیونه او ۲۱۰ زره او ۸۰۰ افغانیو په لګښت د ننګرهار په کامې، د لغمان په مهترلام او د کونړ ولایت په کوز کونړ او خاص کونړ کې ۴۶بڼوالو لپاره جوړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو هم وویل چې په دغه ولایت کې د تېره کال په پرتله د ستروسو په حاصلاتو کې پنځه سلنه ډېروالی راغلی دی.



































