د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت پر ۱۸زره او ۵۰۰ بزګرانو یې د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
د دوی په خبره، په دې لړۍ کې پر ۱۸زره او ۵۰۰ بزګرانو ۷۳۴مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي. د بلخ د کرنې ریاست د چارواکو په وینا، دغه تخمونه د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت او د سبسایډي په ډول د کرنې وزارت له خوا پر بزګرانو وېشل کېږي.
د یادونې ده چې کرنې وزارت په دې وروستیو کې د نوي پلان له مخې، په نږدې ټول هېواد کې پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو د وېش لړۍ پیل کړې چې تر اوسه یې پر لسګونو بزګرانو، زرګونه مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
کرنې وزارت وايي چې د دغه پلان په بشپړېدو سره به له یوې خوا له بزګرانو سره مرسته شوې وي او له بلې خوا به د کوکنارو د کرکېلي مخنیوی وشي.



































