د پکتیا ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات لس سلنه ډېر شوي دي. د یاد ولایت د کرنې رییس محمد دین مومند ویلي، چې سږکال په پکتیا کې د جلغوزیو حاصلات ١٣٥٠٠ تڼه ته رسېږي چې په خبره یې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښیي. مومند د حاصلاتو د زیاتوالي لاملونه د طبعي افاتو کموالی، د عامه پوهاوي لوړېدل او په نوې ټکنالوژي د حاصلاتو راټولول ښودلي دي.



































