د پکتیکا د کرنې ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت پر څلور زره او ۵۶۰ بزګرانو د ۲۲۸ مټریک ټنه اصلاح شویو غنمو د تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه.
د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، چې د دغه ولایت په څلور زره او ۵۶۰ بزګرانو د غنمو ۲۲۸ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه په سبسایډي ډول وېشل کېږي. د دوی په خبره، د دغو تخمونو ۴۰ سلنه لګښت د بزګرانو ۶۰ سلنه یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کېږي چې ورسره به د دغه ولایت په زرګونه جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه وکرل شي.
د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست چارواکي زیاتوي چې د دغو اصلاح شویو تخمونو د وېش موخه په دغه ولایت کې د غنمو د حاصلاتو زیاتوالی او د بزګرانو ملاتړ دی.
په دې وروستیو کې کرنې وزارت د یوه نوي پلان له مخې، په ټول هېواد کې بزرګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړي پیل کړې.



































