کرنې وزارت وایي چې په دایکنډي ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د مڼو ساتنې په پار د ۲۱ صفر انرژۍ سړو خونو له ډلې تر دې دمه د ۱۸ هغو رغنیزې چارې بشپړې شوې دي.
د یاد وزارت په خبره، د درې نورو هغو چارې نږدې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي. د دغو سړو خونو د جوړولو ټولیز لګښت د بڼوالو له ونډې پرته نږدې ۵۰ میلیونه افغانۍ دی چې د حکومت له خوا ورکول شوې دي. د سرچینې په خبره، یادې سړې خونې هر یوه یې له ۲۰ تر ۲۵ ټنو مڼو د ساتنې وړتیا لري.
د یادونې ده چې تر بادامو وروسته مڼې د دایکنډي د بڼوالۍ تر ټولو مهم محصول دی، چې په پراخه کچه د دغه ولایت په ټولو ۱۰ ولسوالیو کې تولیدېږي. په یاد ولایت کې د مڼو نږدې پنځه زره جریبه بڼونه دي، چې روان کال له دغو بڼونو ۳۵ زره ټنه مڼې راټولې شوي دي.



































