پاکستان وایي له افغانستان سره باید د سوداګرۍ د لا پراختیا لپاره هڅې وشي. د پاکستان د ملي اسمبلۍ رییس اسد قیصر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د نوو بابونو پرانیستلو ته اړتیا لري. دده په خبره پاکستان او افغانستان باید د سوداګرۍ د پراختیا لپاره داسې طرحې او پلانونه جوړ کړي چې د دواړو لورو په ګټه وي او په سیمه کې د اتصال سبب شي. هغه ټينګار کړی چې د سوداګرۍ په برخه کې باید ټول خنډونه ختم کړل شي او په سرحدي سیمو کې دې په تګ راتګ کې اسانتیا راوستل شي. قیصر افغانستان د پاکستاني سوداګرۍ لپاره تر ټولو ښه لار بللې ده او دلته یې د ترانزیتي اسانتیاوو پر راوستلو ټینګار کړی دی.



































