د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي د دودولو په پار يې بزګرانو ته د زعفرانو ۱۲ننداریزې قطعې جوړې کړې وې، چې اوس یې د ګل ټولولو وخت دی.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دغه ولایت کې د زعفرانو کرکېله بریالی وه او هیله یې ښودلې چې په هلمند کې د زعفرانو کرکېله پراخه شي.
الکو وایي چې په دغه ولایت کې د زعفرانو دودولو په پار ۱۲ ننداریزې قطعې جوړې شوې وې. د هغه په خبره، د دغو ۱۲ ننداریزو قطعو د جوړولو په پار پر ۱۲ بزګرانو د زعفرانو پیاز او نور اړین توکي وېشل شوي او ترڅنګ یې یادو بزګرانو ته د قلبې او د ځمکې د هوارولو لګښتونه هم ورکړل شوي وو.
الکو وايي چې د دغو مرستو موخه په هلمند کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي.



































