افغان حکومت وایي له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې ستونزې حل شوې دي او د پاتې خنډونو پر له منځه وړلو هم کار روان دی. د افغانستان د سوداګر او صنعت وزارت وایي چې افغان سوداګرو دوی ته ۲۱ ستونزې په ګوته کړې وې او دوی بریالي شوي چې ډېری یې له منځه یوسي. ددغه وزارت ویاند فواد احمدي وایي چې د وزارت نوې رهبري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډاډمنې سوداګرۍ د رامنځ ته کولو په برخه کې کار کوي. هغه وایي چې ژر به د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره یوه بله غونډه هم وشي چې ډېری ستونزې به پکې ختمې کړل شي. پاکستان هم ویلي چې دوی له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د ټولو خنډونو له منځه وړلو ته تیار دي.



































