د افغانستان د جلغوزیو بیه شپېته سلنه کمه شوې ده. په خوست ولایت کې د جلغوزیو کاروباریان وایي وروسته له دې چې په نړۍ کې کرونا وبا خپره شوه نو د جلغوزیو پر صادراتو یې هم منفي اغېز وکړ. ددوی په خبره له همدې امله په بازارونو کې د جلغوزیو بیه شپېته سلنه راښکته شوې ده. جلغوزي د افغانستان مهم تولیدات ګڼل کېږي چې تر ډېره هند، پاکستان، چین او متحده عربي اماراتو ته صادرېږي. په ګڼو اروپایي هېوادونو کې هم د افغانستان جلغوزي د نورو هېوادونو د صادراتو په نامه پلورل کېږي. په هند کې ددرمل جوړولو په برخه کې کارول کېږي. بلخوا ددې توکو له صادراتو او کاروبار سره د هېواد په جنوبي ولایتونو کې د زرګونه افغانانو ژوند بسیا دی. ولسمشر غني تېره ورځ هم ویلي وو چې ددغه مېوې د لا ښه پروسس او صادراتو کې د اسانتیا لپاره د لارو چارو پر پیدا کولو بوخت دي.



































