د کرنې وزارت وايي چې په ننګرهار کې د پیازو او کچالو ۳۹۷ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د یاد وزارت د چارواکو په خبره، دغه زېرمتونونه د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې جوړ شوي دي.
د یاد وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمتالله غفوري، چې ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې یاد زېرمتونونه رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل، وایي چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې د هېواد په کچه نږدې ۱۲ زره پروژې د پلي کېدو په حال کې دي او ننګرهار لومړی ولایت دی، چې یاده طرحه پکې بشپړه شوې ده.
نوموړی وایي، چې د ننګرهار په ولایت کې د پیازو او کچالو د ۳۹۷ زېرمتونونو د جوړولو لګښت ۱۳۹ میلیونه افغانۍ دی.
غفوري د دغو پروژو په پلي کولو کې د قومي مخورو او پراختیایي شوراګانو له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي چې د بزګرانو او بڼوالو د ملاتړ په پار یاد پروګرام راتلونکی کال هم پلی کېږي.



































