کرنې وزارت وایي چې روان کال په افغانستان کې د کبانو د روزنې ۳۵۰ نوي فارمونه جوړ شوي دي.
د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، چې دغه فارمونه د کرنې وزارت او خصوصي سکټور له لارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې جوړ شوي دي.
نوموړی وایي، د دغو ٣٥٠ فارمونو ترڅنګ د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې د کب روزنې ۱۰۰ نوي فارمونه چې پکې د کبانو د بچیو دوه تولیدي فارمونه هم شامل دي، په کونړ، بلخ، بغلان، لغمان، کندهار، خوست او هرات ولایتونو کې جوړ کړي دي.
د هغه په خبره، دغه فارمونه د کبانو د ۲.۷ میلیونه بچیانو د تولید وړتیا او تکثیري فارمونه یې د کبانو د دوه میلیونه او ۴۰۰ زره بچیانو د تکثیر وړتیا لري. رستمي وایي چې سږکال د کبانو د تولید کچه د تېرکال په پرتله ۱۵ سوه ټنه زیاته شوې ده.



































