کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، چې په هرات کې د شاتو د تولید سږنۍ کچه ۲۰۰ ټنو ته رسېدلې ده.
د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي رسنیو ته ویلي چې د هرات په کچه د شاتو د مچیو ۵۹۳ فارمونه فعالیت لري چې له یادو فارمونو سږ کال ۲۰۰ مټریک ټنه شات تولید شوي دي.
هغه زیاته کړې چې په دغه ولایت کې کال په کال د شاتو مچیو روزنې فارمونه زیاتېږي.
د نوموړي په خبره، د دغه ولایت پر مرکز سربېره، په انجیل، ګذرې، کرخ، رباط سنګي، غوریان، ادرسکن، پښتون زرغون، اوبې، چشت شریف، شینډنډ او ګلران ولسوالیو کې تر نورو ډېر شات تولید شوي دي.
د یادونې ده چې په هرات کې دوه ډوله شات شته چې یو غرني بولي او بل یې د فارمونو دي. غرني شات غوره کیفیت لري چې په کورنیو بازارونو کې د یوه کیلو بیه له ۷۰۰ تر زرو افغانیو ده.



































