وروسته تر هغه چې کابل ښاریانو وویل چې حکومت په وار وار ورسره د ۲۴ ساعته برېښنا ژمنه کړې ده خو د کلونو په تېرېدو لا هم په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۹ ساعته رڼا ته کېني، په کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې ځینې پرمختګونه ورو وي خو زیاته کړې یې ده چې د سولې په ټینګېدو سره به دا ستونزه په بشپړه توګه اواره شي. یاد سفارت زیاته کړې چې په راتلوونکو کلونو کې به څه باندې ۲۵ میلیونه افغانانو ته برېښنا برابره کړي او په وینا یې دغه راتلونکې د افغانستان لپاره د سولې له لارې ممکنه ده. د یادونې ده چې په افغانستان کې د برېښنا نشتوالی له جدي ستونزو شمېرل کېږي چې لا هم ګڼ لوی ښارونه په نورمال ډول برېښنا نه لري.



































