د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وايي، روان کال د دغه ولایت د پنبې په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس زلمی الکو زیاتوي، چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۵۹۱۰ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې وه چې په وینا یې، ۶۵زره مېټریک ټنه حاصلات ورڅخه تر لاسه شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې تېر کال په دغه ولایت کې ۵۵زره مېټریک ټنه پنبه تولید شوې وه.
د هغه په وینا: «په دغه ولایت کې د پنبې د کرکېلي د ودې او پراختیا لپاره پر بزګرانو د پنبې اصلاح شوي تخمونه، کېمیاوي سرې، داړتیا وړ درمل او نور اړین توکي وېشل شوي او ترڅنګ یې بزګرانو او ځمکوالو ته د پنبې ننداریزې قطعې هم جوړې شوي دي».
د یادونې ده چې د هلمند ولایت پنبه، چې پخوا یې د سپینو زرو په نوم شهرت درلود، د یاد ولایت د بُست تصدۍ په فابریکه کې پروسس کېږي.



































