د لوګر سیمه ییز چارواکي واييچې په دغه ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ۳۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷ پروژو چارې بشپړې شوې.
دوی زیاتوي چې ډېری دغه پروژې د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، لبنیاتو او د اوبو لګولو په برخه کې بشپړې شوې دي.
د لوګر والي محمد اجمل شاپور د دغه پروژو بشپړېدل د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا او معیاري کېدو په برخه کې د افغان حکومت ژمنتیا څرګندوي.
هغه زياتوي: «په یوه غریب هېواد او ولایت کې د زراعت په سکټور کې د څه باندې درې سوه میلیونه افغانیو په لګښت د دومره پروژو پلي کېدل، دا دې دولت د ژمنو عملي کېدل دي، چې تاسې سره یې کړي دي.»
بلخوا د لوګر د کرنې رییس عبدالله تسل وایي، چې د یادو پروژو لګښت د کرنې او مالدارۍ وزارت، مالیې وزارت او د یو شمېر نړیوالو ادارو او موسساتو له خوا ورکړل شوی دی.



































