د افغانستان د هوانوردۍ برخې د کرونا ویروس د پراختیا له امله سل میلیونه ډالره زیان کړی دی. د افغانستان د هوانوردۍ ادارې رییس په تازه څرګندونو کې ویلي چې د کرونا ویروس د پراختیا له امله هوايي شرکتونه او د هوايي چلند اداره شاوخوا سل میلیونه ډالر زیانمنه شوې ده. د یادې ادارې رییس محمد قاسم وفايي زاده وایي چې په روان کال کې کام ایر او اریانا هوايي شرکت شاوخوا څلوېښت میلیونه ډالر زیانمن شوي او د هوایي چلند ادارې په عایداتو کې بیا د تېر کال په پرتله شپېته میلیونه ډالر کموالی راغلی دی. ددغه ادارې رییس همدا راز وایي چې دوی د عایداتو د ډېرېدو او په هوايي چلند کې د نظم راوستو په موخه پراخ پلانونه لري او هڅه کوي چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر تر څنګ د هېواد په نورو هوايي ډګرونو کې هم پراختیا راولي او دا ډګرونه لا منظم او معیاري کړي.



































