د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال د دغه ولایت د مالټو حاصلات د تېر کال په پرتله لس سلنه زیات شوي دي.
د کونړ د کرنیزو چارو امر نجیب الله عادل وایي، چې د یاد ولایت په لسو ولسوالیو کې د مالټو ۷۵۰ بڼونه شته، چې سږ کال یې د حاصلاتو کچه د پام وړ زیاته شوه ده. عادل د دغه ولایت د مالټو د ډېرښت لاملونه د نويو بڼونو حاصل ته رسېدل او د بڼوالو لپاره د کرنې ریاست له خوا روزنیز پروګرامونه بللي دي.
د نوموړي په خبره، د کونړ د مالټې سږني حاصلات به څه باندې ۹۸۸ ټنو ته ورسیږي، چې د تېرکال په پرتله لس سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.
د کونړ د کرنې ریاست چارواکي زیاتوي چې په دغه ولایت کې د سټروسو بڼونو د پراختیا په پار د کرنې او مالدارۍ وزارت او د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په ګډې همکارۍ د سټروسو ۴۰۰ نوي بڼونه جوړ شوي دي.



































