که غواړی روغه سټه ولری، نو د شپې لخوا سپک خواړه وخورئ او سهارنۍ ته مو ارزښت ورکړئ. هڅه وکړئ چې په غذایي وختونو کې ډېر زیات خوراک ونه کړئ. په بېړې سره غذا مه خورئ او خواړه ښه وژویئ. خپل غاښونه په ورځ کې یوځل حتمي بورس کړئ؛ غوره ده چې له ویده کېدو مخکې یې بورس کړئ. فزیکي فعالیتونه تر سره کړئ او یا هم پیاده تګ وکړئ. هر سهار دوې پیالې تړمې اوبه وڅښئ. که د ژر غوصه کېدو ستونزه لری، هڅه وکړئ چې خپل ارامښت مو وساتئ. بښنه وکړئ. که کولای شی میاشت کې یوه یا څو ورځې روژه ونیسئ. له نشه یي توکو ځان وساتئ. خواړه لږ او مایعات ډېر استفاده کړئ. مالګه، بوره او غوړ ډېر مه استعمالوئ. کافي ده چې په ورځ کې دوه ځلې چای وڅښئ (نه له هغه زیات). د دې لپاره چې چای مو خپل کیفیت نه وي بایللی، نو د موسم اړوند ترش لیمو او یا زعفران، یا د زعفرانو مخلوط ور اضافه کړئ.