پاکستان یو ځل بیا ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ او د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې راولي. د پاکستان د سوداګرۍ وزارت چارواکو له افغان چارواکو او سوداګرو سره په یوه ګډه غونډه کې ژمنه کړې چې ژر تر ژره به په تورخم کې د سکن ماشینونه ولګوي او تر څنګ به یې د سوداګرۍ د پراختیا او لا پیاوړتیا لپاره نور ګامونه هم واخلي. پاکستاني لوري ویلي چې دوی له افغانستان سره د پراخو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د جوړولو په لټه کې دي او په دې برخه کې د دواړو لورو همکاري مهمه ده. په دې غونډه کې همدا راز ویل شوي چې د پېښور او کابل ترمنځ به د مستقیمو پروازونو د پيلولو لپاره هم هڅه وشي څو هغه کسان چې خپل ناروغان پاکستان ته راولي په اسانه توګه وکړی شي پېښور ته تګ راتګ وکړي.



































