د ایران د ښار جوړولو وزیر ویلي چې د هرات-خواف ریل لار به سبا پنجشبنې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په حضور کې په رسمي توګه پرانیستل شي. محمد اسلامي دغه راز ویلي چې د هرات- مزار شریف ریل پټلۍ جوړولو لپاره هم په چمتوالي بوخت دي او ژر به یې کارونه پیل کړي. څو ورځې وړاندې د هرات-خواف ریل پټلۍ له لارې په سمنټو بار لومړنۍ جوپه افغانستان ته را ورسېده. د یادونې ده چې له همدې لارې به افغانستان د ایران له ریل شبکې سره وصل شي او یاد هېواد ژمنه کړې ده چې ډېر ژر به په افغانستان کې دوه نورې ریل پټلۍ هم جوړې کړي.



































