بیزنس ریکارډر وایي سره له دې چې پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د اړیکو پر پراختیا خبرې کوي خو سږ کال یې د تېر کال په پرتله په صادراتو کې ۱۲،۵ سلنه کموالی راغلی دی. د سرچینې په خبره تېر کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د پاکستان صادرات افغانستان ته ۳۳۹ میلیونه ډالرو ته رسېدل خو سږ کال بیا په همدې موده کې د ۲۹۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي. پاکستان بیا هم ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ په برخه کې ټولې ستونزې ختموي او هڅه کوي له دې لارې له مرکزي اسیا سره وتړل شي.



































