د افغانستان او ایران ترمنځ د خواف-هرات رېل پټلۍ د ولسمشر غني او حسن روحاني له لوري پرانیستل شوه. دغه رېل پټلۍ به د افغانستان هرات د ایران له خراسان رضوي ښار سره وتړي. د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل چې دغه پټلۍ به ددواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پراخې کړي او ددې سبب به شي چې په ټوله سیمه کې یو پیاوړی اقتصادی تحرک رامنځ ته شي. ددې تر څنګ ولسمشر غني هم د خبرو پر مهال وویل چې له ایران سره د پیاوړو اقتصادي اړیکو غوښتونکي دي او تمه لري چې په بېلو برخو کې دغه اړیکې پراخې شي. خواف-هرات رېل پټلۍ باندې تر ازمویښتي تګ راتګ وروسته نن په رسمي توګه اورګاډی روان شو او له ایران هم د افغانستان په لور له پرانیستې سره سم اورګاډی را روان شو چې تر ډېره به سوداګریز توکي لېږدوي. ټاکل شوې چې دا پټلۍ په افغانستان کې له تېرېدو وروسته له مرکزي اسیا سره وتړل شي او دغه راز به افغانستان د ایران له لارې له ترکیې او اروپا سره وتړي.



































