په ننګرهار کې د خصوصي سکټور په همکارۍ د څلور ميليونو ډالرو په لګښت د تازه مېوې او سبزي يو مارکېټ جوړ شو چې د مسوولينو په وينا یې، سلګونه کسانو ته به پکې د کار زمينه برابره شي.
دغه مارکېټ د جلال اباد ښار په لوېديځه څنډه کې د ننګرهار د لوېديځو ولسواليو د کروندګرو لپاره جوړ او پرانيستل شو.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انعام الله ساپي وويل چې د تازه مېوې او سبزي د پلور دغه مارکېټ د لعل اغا کاکړ په نوم د يوه کس له لوري د څلور ميليونو ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.
هغه زياته کړې، د دغه مارکېټ په رغولو سره به د سره رود، خوږياڼو، حصارک او شېرزادو ولسواليو او د لغمان د قرغيو ولسواليو کروندګر خپلو حاصلاتو ته لنډ بازار پيدا کړي او دغه راز به سلګونو کسانو ته د کار زمينه هم په کې برابره شي.



































