هند وایي ملګري ملتونه دې په پوره جدیت د افغانستان د ترانزیت او سوداګرۍ ستونزه حل کړي. په ملګرو ملتونو کې د هند مرستیال دایمي استازي ویلي چې افغانستان د نړیوالو قوانینو پر بنسټ سمندرونو او نړیوالو سوداګریزو مارکیټونو ته د لاسرسي حق لري نو له همدې امله ملګرو ملتونو ته په کار ده چې په دې لاره کې د ځینو هېوادونو له لوري جوړ شوي خنډونه په پوره جدیت له منځه یوسي. د هغه په خبره جګړه ځپلی افغانستان ددې اړتیا لري چې جوړ او پیاوړی شي نو له همدې امله باید ددغه هېواد اقتصاد او سوداګري وغوړېږي. هغه په سیمه کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو پر محدودولو او ختمولو هم ټینګار کړی دی او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو د جدي همکارۍ غوښتنه کړې ده.



































