د تخار ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې سږکال د شاتو حاصلات ۸۰ ټنو ته رسېدلي دي.
چارواکي دغه راز زیاتوي، چې د شاتو مچيو روزونکو د اتو ټولنو په اډانه کې د شاتو مچيو ۴۰۰ فارمونه چې، د شاتو نهه زره صندوقونه پکې دي، فعاليت کوي.
د چارواکو په خبره، په دې وروستيو کې د شاتو مچيو د صندوقونو په ډله کې دوه زره نوي صندوقونه هم زيات شوي دي.
د تخار د کرنې ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولايت کې د شاتو د پروسس يوه فابريکه هم فعاليت لري، چې د ورځې د۵۰۰ ټنو شاتو د پروسس وړتيا لري.
چارواکي دغه راز وايي چې راتلونکی کال به په تخار کې د مچیو کاروبار نور هم وغوړېږي چې په دې سره به زرګونو کسانو ته کاري فرصتونه هم رامنځته شي.



































