کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې په روان کال کې په هېواد کې د املوکو حاصلات له ۲۵۰۰ مټریک ټنو ډېر شوي دي.
د یاد وزارت چارواکي وايي چې سره املوک د هغو مېوو له ډلې دي، چې په افغانستان کې یې کرکېله مخ پر ودې ده. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وایي: «په عمومي ډول سږ کال له ۲۵۰۰ ټنو نه ډېر سره املوک په افغانستان کې تولید شويدي.»
د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېر لمریز کال کې افغانستان ۲۳۰۰ مټریک ټنه سره املوک تولید کړي وو. لغمان، بلخ، ننګرهار، تخار او کابل هغه ولایتونه دي، چې تر ټولو ډېر املوک پکې تولیدېږي.
بلخوا د ننګرهار د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست ویلي چې په روان کال کې په دغه ولایت کې پر ۶۰۰ جریبه ځمکې باندې د املوکو د ونو بڼونه جوړ شوي دي.



































