لسګونه زره افغانان روان کال د جګړو له امله له خپلو مېنو بېځایه شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي چې روان کال له پیله تر دې دمه ۳۲۷ زره افغانان له خپلو اصلي مېنو بېځایه شوي دي. دغه اداره وایي چې د یادو کسانو د بېځایه کېدو اصلي لامل جګړې او نا امنۍ دي. اوچا همدا راز وایي چې فقر او کمزوری اقتصاد بیا ددې سبب شوی چې بېځایه شوي کسان خپلو اصلي مېنو ته نه ورګرځي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د جګړو او طبیعي حوادثو ۵۹ سلنه بېځایه شوي کسان ماشومان، ۲۱ سلنه ښځينه او ۲۰ سلنه یې نارینه دي. ملګرو ملتونو ویلي چې د بېځایه شوو خلکو له ډېرېدو سره، د بشري مرستو اړتیا هم ډېرېږي نو مرستندویه موسسې او هېوادونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي.



































