ښارجوړونې وزارت وايي چې قطر په کابل کې د ۱۱۰ میلیونه ډالرو په لګښت ښارګوټی جوړوي. د یاد هستوګنیز ښارګوټي د رغولو تړون د الغرافې خیریه موسسې او ساختماني شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوی دی.
ياد ښارګوټی چې په کابل ښار کې له مهمو ښارګوټو څخه شمېرل کېږي، د الغرافې خیریه موسسې د شاوخوا ۱۱۰ میلیون امریکایي ډالرو په مالي مرسته جوړېږي.
د یادې خیریه موسسې اجرایوي ريیس شاهد جواد الله رخا د ځمکې د انتقال او د ښارګوټي تفصیلي پلانون د جوړولو په برخه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له همکارۍ په مننې د یادې پروژې د ښه تطبیق ژمنه کړې ده.
د یادونې ده چې قطر هستوګنیز ښارګوټی په ۳۲ جرېبه ځمکه د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې جوړېږي. د تفصیلي پلان پر اساس، په دغه ښارګوټي کې اته ۱۲ پوړیزه هستوګنیز بلاکونه، درې ۷ پوړیزه تجارتي بلاکونه، یو جومات، دوه ښوونځي، یو دارالایتام او دوه ۵ پوړیزه تجارتي مرکزونه په پام کې نیول شوي دي.



































