د سرپل د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د کرنې سکټور لپاره په ۱۳۹۹یم مالي کال کې ۲۷۹میلیونه او ۹۶۶زره او ۸۱ افغانۍ پراختیایي بودیجه ځانګړې شوې وه، چې په لګولو سره یې په سرپل کې سلګونه کرنیزې پروژې پلې شوي دي.
د یاد ریاست چارواکو زیاته کړې، چې د پیازو او کچالو ۲۲۰ زېرمتونونه، ۲۸۰ ممیزخونې او د تازه مېوو ۲۰ صفردرجې سړې خونې جوړول او ترڅنګ یې د سبو او مېوو د ۶۰ لمریزو وچوونکو دستګاوو وېش، په سرپل ولایت کې د پلي شویو پروژو په ډله کې دي.
د چارواکو په خبره، د ۱۳۹۹یم مالي کال په ترڅ کې د سرپل پر یوشمېر بزګرانو د غنمو ۲۹۳مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه هم وېشل شوي او ترڅنګ یې د غنمو ۱۳، د سویابینو ۱۴ او د زعفرانو ۳۲ ننداریزې قطعې هم په دې ولایت کې جوړې شوي دي.



































