ولسمشر غني د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته د بازار پیدا کولو سپارښتنه کړې ده. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ د کرنیزو محصولاتو د تولید او پروسس په اړه له اړوندو اداراتو سره جلسه لرله. په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې اړوندې ادارې دې ژر تر ژره د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس لپاره څلور کمپلکسونه جوړ کړي او تر څنګ یې دې د محصولاتو لپاره نړیوال بازاراونه پیدا کړل شي. ولسمشر ویلي چې دمګړی د افغان محصولاتو بازارونه چین، هند، سعودي عربستان او ځینې اروپايي هېوادونه دي چې دا لړۍ باید نورو هېوادونو ته هم وغځول شي.



































